CRI Online

چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د همغږې نړۍ د ابادولو لپاره لاخدمتونه ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-07 15:47:07

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جه چي د روانې مياتې په ٧ نېټه د چين د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې په اړه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين د ديپلوماتيکو چارو هدف په هراړخيز ډول د نسبتأ شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره د غوره نړيوال او سيمه ايز چاپيريال برابرول او د دايمي سولي او ګډې سمسورتيا څخه د ډکې همغږې نړۍ د ابادولو لپاره لازيات خدمتونه ترسره کول وي.

وزير يانګ جه چي وويل، د بو بل نيمګړتياوو پوره کول او د همکارۍ پر بنا د ګډې ګټې اخيستل د چين او ګاونډيو هېوادونو په روابطو کې اصلي بهير او لار ښود دی، چين به په راتلونکي کې له هم دغو هېوادونو سره د سولې ،ثبات، ورخلاصون او همکارۍ چاپيريال د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.وزير يانګ هم زياته کړه ، چې چين لاهم يو پرمختيايي هېواد دی او اوس د خپلې نړيوالې وظيفې د ترسره کولو لپاره کوښښ کوي. د شلو هېوادونو ډله د اوسنيو نيړوالو حالاتو په وړاندې د نړيوال اقتصاد د ادارې په برخه کې مهم رول لوبوي، نو دغه ډله دې د زياتو پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه چاپيريال او زمينه برابره کړي.

زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای