د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٧ نېټه په پوره توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړيو رول درنښت کوي چې د دوی له خوا زيات شمېر وړانديزونو د حکومت د سمو تګلارو پر مخ بېولو لپاره فعاله رول لوبولی دی.
په همدې ورځ د چين د ١١ دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١١ دوری ملي کميټې د څلورمې غونډې په اړه ارزونو او بحثونه په پر له پسې توګه په بېجينګ کې ترسره شوې دي. ون جيا باو د اقتصادي او کرهڼيزو چارو د سياسي مشورتي کنفرانس د غړيو په څېړنيزه غونډه کې وويل، اوس د چين اقتصادي حالت په عمده توګه ښه شوی دی، خو د پرمختګ په بهير کې به لا هم له پيچليو حالاتو سره مخامخ وي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |