CRI Online

په ٢٠١١ کال کې به د چين مرکزي ماليې دوه په درېيمه برخه د خلکو په ژوند ولګېږي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-07 20:00:52

د چين د ماليې وزير شيه شو د مارچ په ٧مه نېټه وويل، په ٢٠١١ کال کې به د چين مرکزي ماليې دوه په درېيمه برخه د خلکو په ژوند ولګېږي.

د چين د ماليې تګلارې په اړه د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د څلورمې غونډې مطبوعاتي غونډه د همدې ورځې له غرمې وروسته ترسره شوه. د ماليې وزير شيه شو په غونډه کې وويل، سږ کال به د ښوونې، طب، کورونو، کلتور، ټولنيز تضمين او استخدام په برخو کې د مرکزي ماليې لګښت يو زره او پنځوس مليارډو يوانو ته ورسيږي چې د تېر کال په پرتله به اتلس اعشاريه يو سلنه زيات شي.

نوموړي هم څرګنده کړه چې سږ کال به د کرنې، د اوبو د کنټرول، ټرافيک، چاپيريال او ايکولوژيکي ساتنې په ګډون د خلکو تر ژوند پورې اړوند لګښتونه تر زياتې اندازې زيات شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای