د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٧ نېټه په بشپړه توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړيو د رول درنښت کوي چې د دوی له خوا زيات شمېر وړانديزونو د حکومت د سمو تګلارو پر مخ بېولو برخه کې فعاله رول لوبولی دی.
په همدې ورځ د چين د ١١ دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١١ دورې ملي کميټې د څلورمې غونډې په اړه ارزونه او بحثونه په پر له پسې توګه په بېجينګ کې ترسره شوې دي. ون جيا باو د اقتصادي او کرهڼيزو چارو د سياسي مشورتي کنفرانس د غړيو په څېړنيزه غونډه کې وويل، اوس د چين اقتصادي حالت په عمده توګه ښه شوی دی، خو د پرمختګ په بهير کې به لا هم له پيچليو حالاتو سره مخامخ وي.
لي چانګ چون د تيان جين پلاوي په بحثونو کې د ګډون په وخت کې وويل، بايد د کولتوري توليداتو د جوړولو لارښوونې پياوړې کړی شي. په همدې ورځ د چين د کمونېست ګوند او دولتي مشرانو شي جين پينګ، لي که چيانګ او هه ګوه چيانګ په جلا جلا توګه د هه نان، جه جيانګ او چونګ چينګ د پلاويو سره په ګډه څېړنيز کارونه ترسره کړل.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |