CRI Online

بهرني خبري رسني د چين دوو غونډو ته متوجه دی

cri     (GMT+08:00) 2011-03-08 10:14:50
 د جاپان د نيکي نيوز د مارچ په اوومه نېټه په چين کې د اوو نويو ستراتيژيکو صنايعو په اړه خپله ليکنه کې ليکلي ، د چين حکومت به په عمده توګه د عصري تخنيکونو د څېړنې او پرمختګ لپاره زياته پانګه واچوي . د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د اوو صنايعو برخه به له دری سلنې څخه اته سلنې ته لوړه شي .

مقاله ليکي ، د چين د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې به چې اوس مهال په بېجينګ کې روانه ده ، د دوولسم پنځه کلن پلان تر سنجش وروسته منظور شي .دغه اووه صنايع د نوی انرژۍ په وسيله د موټر جوړولو، د انرژۍ د سپمولو او چاپيريال ساتنې،د نويو معلوماتي تخنيکونو، بيولوژيکي تخنيکونو ، د لوړ پوړيو تجهيزاتو د جوړولو او د نوې انرژۍ او توکيو له کارولو څخه عبارت دي .د دغو صنايعو په اړه مشخص پلانونه به هم جوړ شي .

د سينګاپور د ليانهه جاو باو ورځپاڼې د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د مشر يانګ کای شنګ په قوله ويلی چې چين به په راتلونکې کې د نويو ستراتيژيکو صنايعو او د انرژۍ د سپمولو او ککړو شويو توکيو د ايستنې اندازې د کموالي په اړه د چارو لازيات ملاتړ وکړي.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای