د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين حکومت د نهو ورځو او اتو شپو لپاره له ترينګلې ليبيا څخه پنځه دېرش زره او اته سوه او شپته چيني اتباع ايستلي او له بهرنيو هېوادونو څخه د چيني اوسېدونکيو د ايستلو په تاريخ کې يې يوه عجيبه جوړه کړې ده.د چين دغه عمل د جنوب ختيځې اسيا په شمول د خبري رسنيو تود پام اړولې دی.
د ويتنام د ای سي تي نيوز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ليکلی :دا بی ساری دی چې د چين حکومت په بېړنۍ توګه له ليبيا څخه د خپلو اتباعو د ايستلو لپاره شلګونه الوتکې او پوځي بيړۍ ليږلي دي.
د سينګاپور د ليان هه جاو باو ورځپاڼې په خپله تبصره کې وويل، چين د دغه عمل له لارې نړۍ ته خپل اقتصادي ځواک، له بيړنيو پېښو سره د مقابلې توان او ترتيباتي توان څرګند کړی دی.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |