د سيګاپور د ليان هه جاو باو ورځپاڼې د مارچ په اوومه نېټه ثبات او پرمختګ ته د پام اړولو په نوم يوه سرليکنه کې د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنې غونډه کې د صدراعظم ون جيا باو د کاري راپور مثبته ارزونه وکړه او په دی نظر دی چې د چين پرمختګ نه يوازې د خپل هېواد بلکې د نړۍ په ګټه ده.
په دغه سرليکنه کې ليکي: که څه هم صدراعظم ون جيا باو په کاري راپور کې د يوولسم پنځه کلن په موده کې د تر لاسه شويو پرمختګونو ستاينه وکړه ، خو هغه خبره يې هم منلې ده چې د چين په اقتصادي پرمختګ کې نابرابرۍ ، نا همغږۍ او نا دوام نيمګړتياوې موجودې دي. د دغو حالاتو په وړاندې د چين حکومت د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د دغو مسئلو د حل و فصل لپاره يو لړ لارې چارې وړاندې کړې دي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |