CRI Online

د هسپانيا خبري رسني د بې وزلۍ د له منځه وړولو په غرض د چين تدبيرونه ستايي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-08 11:32:41

د هسپانيا د يکسپشيون ورځپاڼې د روانې مياشتې په ٧ مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کېدو له ٣٠ کلونو راهيسې ، له څلور سوو مليونو نه تر پنځه سوه مليونو پورې بې وزلي وګړي له خوارۍ او غربت څخه ژغورل شوي دي ، خو اوس ٧٠ مليونه چينايان لاهم د بې وزليتوب په حال کې دي .

په نوموړې ليکنه کې ليکل شوی چې اوس په چين کې هغه کسان چې کلني عايدات يې تر ١٨٢ امريکايي ډالرو کم دي ، د بې وزليو وګړيو په توګه بلل کېږي ، خو د چين د حکومت د تازه څرګنديې له مخې، دغه معيار به ژر لوړ شي ، نو زيات وګړي به د هېواد د مرستو له نعمت څخه برخمن وي. برسېره پردې، چين به د زياتو تدبيرونو په نيولو سره له ډېر بې وزليو سيمو سره مرسته وکړي ،ترڅو هغه موخه ترسره شي چې تر ٢٠٢٠ کال پورې خواری او غربت اساسا له منځه يووړل شی.

زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای