CRI Online

چين د منځني ختيځ اوسنيو حالاتو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-08 17:37:40

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده جيانګ يو د مارچ په ٨مه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين د منځني ختيځ اوسنيو حالاتو ته پاملرنه کوي او پر دې ټينګار کوي چې بايد د خبرو اترو سوله ييزو لارو توپيرونه ليرې شي او د حالاتو د لا سختوالي مخه ونيول شي.

نوموړي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيا چه د مارچ په ٧مه نېټه د عربي هېوادونو ټولنې له سرمنشي عمر محمود موسی سره د ټلېفون په وسيله د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو او د منځني ختيځ د اوسنيو حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. جيانګ يو د چين دريځ بيا څرګند کړ چې د منځني ختيځ اوسني توپيرونه بايد د اړوندو هېوادونو خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته د درناوي پر بنسټ د خبرو اترو له لارې حل شي، تر څو د حالاتو د لا سختوالي او له لا زياتو مرګ ژوبلو څخه ډډه وشي. چين هيله لري چې د عربي هېوادونو ټولنه په مداومه توګه د اړوندو چارو په حلولو کې مثبت رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای