د چين د کمونېست ګوند او دولتي مشرانو هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جياچينګ لين، لي چانګ چون، لي که چيانګ او جو يونګ کانګ د مارچ د ٨ نېټې په سهار په جلا جلا توګه د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې د څلورمې غونډې د يو شمېر پلاويو په ارزونو او بحثونو کې ګډون وکړ.
د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس هو جين تاو د کورني مغولستان د پلاوي په ارزونه کې ګډون درلود. هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايدپه ټينګ ډاډه اقتصادي پرمختګ لارو چارو د بدلونونو او اصلاحاتو لپاره کوښښونه وکړي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |