د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې مشر او د چين د ملي ولسي کانګرس استازي وانګ جنګ وې د مارچ په ٨مه نېټه په بېجينګ کې وويل، نينګ شيا به د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې له اسلامي هېوادونو سره د همکارۍ تګ راتګ پياوړی کړي.
نوموړي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، نينګ شيا به تر خپلې وسې پورې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ فورم جوړ کړي او د اسلامي خوراکونو او شيانو د توليدوونکي مرکز د جوړولو او د اسلامي استعداد لرونکو کسانو د روزنې لپاره هڅې وکړي.
هغه وويل، نينګ شيا د تاريخ، کلتور او د صنعت په برخو کې له اسلامي هېوادونو سره د همکارۍ ښه بنسټ لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |