CRI Online

په چين کې د استوګنځيو د تضمين قانون د جوړېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 15:00:12

د چين د کور جوړولو او ښاري ابادۍ وزارت په اړه د استوګنځيوتامينولو څانګې مشر فنګ جون د روانې مياشتې په ٩ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، اوس د استوګنځيو د تضمين قانون د طرحولو په حال دی .

ښاغلي فنګ جون د چين د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د قوانينو جوړولو کار اسان کار نه دی او لازمه ده چې اړوندې پلټنې ترسره شي او د وګړيو او کارپوهانو نظرونه هم غوږ شي . اوس مهال دغه کار په سالم ډول روان دی او ژر به دولتي شورا ته وړاندی شي او بيا به د منظورۍ لپاره ملي ولسي کانګرېس ته وړاندې شي.

زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای