CRI Online

په چين کې به د زړو کسانو د پالنې بشپړ سيسټم جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 17:28:19

د چين د ملکي چارو وزارت د مارچ په ٨ نېټه يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه چې په چين کې د زړو کسانو د پالنې سيسټم د چټک جوړېدو ، د زړو کسانو لپاره د استوګنې او ساتنې مساعدې زمينې د برابرولو په اړه خبريالانو ته ځوابونه ورکړي. د ملکي چارو وزارت يو چارواکي وويل چين به د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د زړو کسانو د پالنې بشپړ سيسټم د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

اوس په چين کې د زړو کسانو د پالنې لپاره د ډول ډول خدمتي سازمانونو او د بسترو شمېر په جلا جلا توګه ٤٠ زرو او ٣١٢ ته رسېدلی دی چې په کې د زړو کسانو، معيوبينو او يتيمانو په ګډون ٢ مليونه ٣٦٥ زره تنه تر پالنې لاندې دي. د چين د ملکي چارو وزير لي لي ګوه وويل په چين کې د زړو کسانو د پالنې سيسټم د ابادۍ کارونه په هر اړخيزه توګه تر سره شوي دي.

(اواز ١)

د زړو کسانو د پالنې ټولنيز سيسټم د ابادۍ ازمايښتي ځايونه له ٥ ولايتونو څخه ١٢ ته زيات شوی دی. اوس د شيانو بيو د بدلونونو په وړاندې د بېوزلو خلکو د بنسټيز ژوند د ضمانت لپاره په ٧ ولايتونو کې د زړو کسانو لپاره د مالي مرستې نظام جوړ شوی دی.

د طبي او مرستندويه سويې د لوړتيا له امله له ١٩٩٩ کال څخه چين په داسې ټولنه بدل شوی دی چې د زړو کسانو شمېر يې له ټاکلې اندازې څخه اوښتی دی. د ٢٠٠٩ کال تر پای پورې په چين کې د زړو کسانو شمېر ١٦٧ مليونه تنو ته رسېدلی و چې په نړۍ کې د زړو کسانو شمېر تر ټولو زيات و چې په کې د ١٨ مليونه او ٩٩٠ زره تنو عمر له ٨٠ کلونو څخه اوښتی و او ١٠ مليونه او ٣٦٠ زره تنه زاړه کسان د کار کولو توان له لاسه ورکړی. د اړوندې څانګې د اټکل له مخې، تر ٢٠١٥ کال پورې به په چين کې د زړو کسانو شمېر ٢١٥ مليونه تنو ته ورسېږي چې د ټولو وګړيو په شمېر کې به ١٥ سلنه ونيسي.

د چين د ملکي چارو د وزارت مرستيال دو يو پی وويل د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به چين د زړو کسانو د پالنې بشپړ سيسټم د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

(اواز ٢)

موږ اوس وړانديز کوو چې د زړو کسانو د پالنې يو ټولنيز خدمتي سيسټم جوړ شي چې د استوګنې پر بنسټ د اوسېدونکو سيمو او د زړو کسانو د پالنو سازمانونو په مرسته او تکيه د پانګو او خدمتونو ضمانت سره يو ځای کړي چې د حکومت تر لارښوونې لاندې د ټولنې د ګډون له لارې خلکو ته خدمتونه برابر کړي.

ښاغلي دو يو پی پر دې ټينګار وکړ چې په کورونو کې د زړو کسانو پالنه د چين عنعنوي دود دی چې نه يوازې د کشرانو دنده ده، بلکې کېدای شی چې زاړه کسان په خوښۍ سره د خپل ژوند وروستی موده تيره کړي . خو د کورونو د کوچنۍ کېدو د اوسنيو حالاتو له امله په کورونو کې د زړو کسانو پالنې ته ستونزې رسولی چې بايد ځينې ټولنيز خدمتونه برابر کړي. د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به چين په پر له پسې توګه د اوسېدونکو په سيمو کې د زړو کسانو د پالنې خدمتي کارونه پياوړی کړي او يو شمېر زاړکټونونه به ترميم کړي .

(اواز ٣)

موږ په فعاله توګه ټولنيزې ډلې او تصدۍ دې ته هڅوو چې د زړو کسانو د پالنې کارونه تر سره کړي. په عين وخت کې موږ هم په دې هڅه کې يو چې د انټرنېټ په وسيله د زړو کسانو د پالنې لپاره خدمتي شبکه او مرستندويه سيسټم جوړ کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای