CRI Online

روان کال د چين د ملي ولسي کانګرېس استازيو د ليدنې کتنې له لارې وړاندې شوې لايحې د تېرو کلونو په پرتله زيات شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 18:55:20

د چين د ١١دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې د سکرتريت د وړانديزونو ډلې مشر هه يه هوی د مارچ په ٩ نېټه وويل، روان کال د ملي ولسي کانګرېس استازيو له غونډې مخکې د څېړنو او ليدنو کتنو له لارې تر لاسه کړې لايحې د تېرو څو کلونو په پرتله زياتې شوې چې څه نا څه ٨٠ سلنه نيسي.

ښاغلي هه په همدې ورځ خبري رسنيو ته د روان کال د شويو وړانديزونو د ځانګړتياوو په اړه داسې وويل، د تېرو کلونو په پرتله استازيو په راتلونکو ٥ کلونو کې د چين د پلانونو د جوړولو او پلي کېدو او د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والي په اړه لازيات وړانديزونه کړي چې څه نا څه ٢٠ سلنه يې نيولې ده.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای