د چين د بااستعدادو کسانو او د ټولنيز ضمانت د وزارت مرستيال هو شياو يي د مارچ په ٩ نېټه وويل، په چين کې څه د پاسه يو مليارډ ٢٦٠ مليونه تنه تر بنسټيز طبي ضمانت لاندې دي.
هو شياو يي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، په تېرو ٣ کلونو کې د چين د بېلا بېلو کچو مالي څانګو د کليوالو سيمو اوسېدونکو ته د ٤٦ مليارډ يوانو په ارزښت طبي مرستې برابرې کړي.
په همدې ورځ د چين حکومت د طبي اصلاحاتو چارواکي سون جه ګانګ وويل، تر اوسه پورې په چين کې د ٦٠ سلنې په طبي سازمانونو کې د درملو بنسټيز نظام پلی شوی چې د درملو بيې په منځنۍ توګه ٣٠ سلنه ټيټې شوې دي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |