د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د لاهور د ادارې ساينسي علومو پوهنتون د ټولنيزو علومو څانګې مشر ریول بخش رايس زموږ راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، دوولسم پنځه کلن پلان به يوازنۍ د چين د راتلونکي پرمختګ لاره په نښه کړي، پر پرمختيايي هېوادونو ان ټولې نړۍ باندې به مثبتې اغيزې هم وکړي.
نوموړي وويل، د چين د ملي ځواک د پياوړتيا سره سره زياتو چيني تصديو په بېلا بېلو هېوادونو په تيره بيا پرمختيايي هېوادونو کې پانګې اچولې او په ځايي ابادۍ او پرمختګ کې ګډون کړی دی. ډېرو ځينو تصديو په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې پانګې اچولې چې پرمختللي تخنيکونه، علمي ادارې او ښه جوړښت يې د پاکستان اړوند صنعت ته پرمختګ زمينې برابرې کړي او په عين وخت کې يې د ځايي پاکستانيانو لپاره د کارونو فرصتونه برابر کړي، دې د پاکستان په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مثبت رول لوبولی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |