CRI Online

د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي قانوني سيسټم رامنځته شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2011-03-10 18:00:49

په ٢٠١٠ کال کې د چين د ټولنيزې بيمې قانون صادر شو، دا د چين د ټولنيز ضمانت په برخه کې لومړنی مجموعي قانون دی چې د زړو کسانو د بنسټيزې پالنې په ګډون د ټولنيزو بيمو نظامونو ته قانوني بنسټ برابر کړی دی.

د مارچ په ١٠ نېټه د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه په بېجينګ کې د ملي ولسي کانګرېس په نوبتي کلنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې په چين کې ٢٣٦ مؤثر قانونونه ، ٦٩٠ ادارې مقررات او ٨٦٠٠ سيمه ييز مقررې جوړې شوې دي. تر اوسه پورې د اساسي قانون په رڼا کې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي قانوني سيسټم رامنځته شوی دی. هغه وويل

(اواز ١)

چين بايد داسې سوسياليستي ډيموکراتيک نظامونه او قوانين جوړ کړي چې د مشرانو د بدلون له امله به نه بدليږي.

د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي قانوني سيسټم په جوړښت کې اساسي قانون مشر دی چې د اساسي قانون د جوړولو او تعديلولو په بهير کې د بشري حقونو اهميت ګام په ګام څرګند شوی دی. په ١٩٨٢ کال کې اوسنی اساسي قانون تصويب شو چې په کې د مدني حقونو په اړه محتويات د هېواد له سازمانونو مخکې ټاکل کېږي. له دې څخه څرګندېږي چې د هېواد واک له خلکو څخه راغلی دی. په ٢٠٠٤ کال کې د بشري حقونو د درناوۍ او ضمانت په اړه محتويات په اساسي قانون کې ليکل شوی دی.

له اساسي قانون سره سم د اتباعو حقونو د ساتنې په اړه نور قوانين جوړ شوي دي. د بېلګې په توګه د مالي حق په اړه د بنسټيز بشري حقوقو د ټاکنې له لارې په اړوندو برخو کې د قوانينو د جوړېدو بهير چټک شوی او د سوسياليستي بازاري اقتصاد د رامنځته کېدو او پرمختګ لپاره ګټور دی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د قانون او حقونو د علومو د انسټيټوټ مشر لي لين وويل

(اواز ٢)

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې د مدني حقونو ضمانت ته زياتېدونکی درناوی ورکړل شوی دی.

اتباع نه يوازې د قوانينو تر ساتنې لاندې دي، بلکې د قوانينو د جوړولو او تعديلولو په کارونو کې هم ګډون کوي. د ٢٠٠٨ کال په دسمبر کې د ټولنيزې بيمې د قانون مسوده خپره شوه چې د بېلا بېلو ټولنو څه د پاسه ٧٠ زره نظريې او وړانديزونه يې تر لاسه کړي دي.

بر سېره پر دې، د حکومتي واک معياري کېدل هم د اتباعو حقونو د ساتنې په برخه کې يوه مهمه برخه ده. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د قانون علم د انسټيټوټ مشر لي لين وويل

(اواز ٣)

د حکومتي واک د معياري کېدو او د مدني حقونو د ساتلو له لارې به زموږ ټولنه لابشپړه او د هر کس حق به په ښه توګه وساتل شي.

وو بانګ ګوه وويل که څه هم د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي قانوني سيسټم رامنځته شوی، خو لابشپړ نه دی. د چين قوانين جوړوونکي بايد د قوانينو د بشپړتيا او د اړوندو مقرراتو د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

د دغو قانون پوهانو او د ملي ولسي کانګرېس د استازيو له خوا غوښتنې څخه څرګندېږي چې بايد په پر له پسې توګه د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي قانوني سيسټم بشپړ کړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای