د چين د کمونېست ګوند او دولتي مشرانو ون جيا باو، شي جين پينګ او هه ګوه چيانګ د مارچ د ١٠ نېټې له غرمې وروسته په جلا جلا توګه د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې د څلورمې غونډې د يو شمېر پلاويو په ارزونو او بحثونو کې ګډون وکړ.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړيو او صدراعظم ون جيا باو د فوجيان د پلاويو په ارزونه کې ګډون وکړ. هغه وويل، دا د مرکزي کميټې ستراتيژيکي تګلاره ده چې په فوجيان ولايت کې د تايوان تنګي د لوېديځې غاړې اقتصادي سيمې د ابادۍ کارونو ملاتړ کوي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |