CRI Online

د دوولسم پنځه کلن پلان د يوې هوساوي نړۍ د جوړولو لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2011-03-11 09:37:51

په چين کې د پاکستان سفير مسعود خان د مارچ په لسمه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د دوولسم پنځه کلن پلان نه يوازې د چين د ستونزو د ليرې کولو لپاره ګټور دی بلکې د يوې هوسا نړۍ د جوړولو لپاره هم ګټه لري.

نوموړي وويل، چين د نړيوال اقتصادي بحران سره د مقابلې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د دوولسم پنځه کلن پلان په چين کې د شتمنۍ او بېوزلۍ تر منځ د توپيرونو او فاصلو د کمښت او د منځنۍ او لوېديځ سيمې د برابر پرمختګ لپاره لارښوونې لارې پرانيستلې دي.

هغه زياته کړه چې چين د سيمه ييز او نړيوال امنيت ساتلو په برخه کې هم ستر خدمتونونه کړي او پاکستان په دې اړه د چين لوړه ستاينه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای