د شينجيانګ د توليد او جوړونې ځواکونو قوماندان هوا شه فې څو ورځې مخکې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې په دې هکله وويل، د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې دوی دری لکه شپېته زره کورونه نوي جوړ يا ترميم کړي چې په دې اثر اته لکه کارکوونکي نويو کورونو ته انتقال کړي. په ٢٠١١ کال کې به دوی د يو لک اتيا زره تضمين شويو کورونو د جوړولو لپاره لس مليارډه يوانه ولګوي.
د مالوماتو له مخې، د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې دغو ځواکونو د وګړيو ژوند سويې د لوړتيا په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي. په ٢٠١٠ کال کې ګڼ ميشتيو سيمو کې د ښاريانو او بزګرانو د هر تن په سر توليدات څوارلس زرو پنځو سوو يوانو ته رسيدلي چې د ٢٠٠٥ کال په نسبت اتيا سلنه زيات شوي دي. په عين وخت کې په دغو سيمو کې د ترانسپورټ، اوبه لګولو او برېښنا په شمول بنسټيز تاسيسات هم په څرګنده توګه ښه والی موندلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |