CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميسيون څلورمه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2011-03-13 12:32:21

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميسيون څلورمه غونډه د مارچ په ١٣مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده.

په همدې ورځ د غونډې د پای په مراسمو کې د دغې غونډې د دايمي کميټې د کاري راپور په اړه پرېکړه ليک او د دغه کنفرانس د دغې غونډې د لايحې د څارنې حالت په اړه د نوموړي کميسيون د لايحې کميټې راپور او د دغه کميسيون د څلورمې غونډې سياسي پرېکړه ليک تصويب شوی دی.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميسيون مشر جيا چينګ لين د غونډې د پای په مراسمو کې وويل ، په نوموړې غونډه کې بېلا بېل ټاکلي انجنډاوې بشپړې شوې دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې څلورمه غونډه د مارچ د درېيمې نيټې په ماښام په بېجينګ کې پای ته ورسيده او پکې پنځه زره او اووه سوه او دوه شپېته لايحې تر لاسه شوي دي چې دری نوی اعشاريه شپږ اتيا سلنه برخه ومنل شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای