د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس څلورمه عمومي غونډه به د مارچ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېږي. د چين صدراعظم ون جيا باو به د خلکو په لوي تالار کې يوه خبري ناسته وکړي او د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه مطوبوعاتي غونډه به د همدې ورځ په لسو بجو پيل وکړي. د چين نړيواله راډيو به د چيني او انګليسي ژبې له لارې په دې اړه مستقيمې خپرونې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |