د چين د يوولسمې دورې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس څلورمه غونډه د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين د خلکو ورځپاڼې د مارچ په څوارلسمه نېټه د يوې سرمقالې په خپرولو سره له ټولو وطنوالو څخه غوښتنه وکړه چې د علمي پرمختګ په اړه د موخې د تر سره کېدو لپاره مثبت رول ولوبوي او ګډ کوښښونه وکړي.
په دغه سرمقاله کې ويل شوي چې دغه غونډه يوه ډېره ارزښتناکه او بريالی غونډه ده. د دغې غونډې په موده کې د بېلا بېلو ساحو استازيو په جدي توګه د سياسي مشورې، د ډيموکراټيکې څارنې او په سياست کې د مثبت ګډون په اړه خپلې دندې پلی کړې دي. دوی د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پر مهمو مسئلو سلامشورې کړې دي. له دې څخه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ډيموکراتيکو ځانګړتياوو او مثبت رول څرګندېږي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |