CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه په بېجينګ کې پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2011-03-14 10:49:44

د چين د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه د مارچ د ١٤ نېټې په سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه ، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين د ګوند او دولت مشرانو په دغه غونډه کې ګډون درلود. د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه د دغې غونډې مشری وکړه.

په دغې غونډې کې د صدراعظم ون جيا باو له خوا د حکومت کاري راپور ، د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ

د دوولسم پنځه کلن پلان ، د ٢٠١١ کال د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پلان او د ٢٠١١ کال د مرکزي حکومت مالي بوديجې او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې، د سترې محکمې او څارنوالی کاري راپورونه منظور شوي دی.

وو بانګ ګوه په خپله وينا کې وويل دغې غونډې په بريالۍ توګه بېلا بېلې ټاکلی دندې بشپړې کړي. تر دغې غونډې وروسته صدراعظم ون جيا باو د چين او بهرنيو هېوادونو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه او ددوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړی.

ژباړونکې :ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای