د چين د صدراعظم ون جيا باو د مارچ په څوارلسمه نېټه وويل،دا سمه نه ده چې چين د لوېديځې اسيا او شمالي افريقا له هغو هېوادونو سره مقايسه کوي چې سياسي کشالې کې روانې دي.
هغه په دې ټينګار وکړ چې د چين اصلاحات او ابادی د اکتشاف او لټونې په بهير کې دي.چين دا نظر نه لري چې خپله پرمختيايي لاره يو ډول موډل دی.زموږ په فکر هر هېواد بايد د خپل هېوا د مشخصاتو سره سم يوه ځانګړې لاره ومومي.موږ د بل هېواد د خلکو د انتخاب درناوی کوو.بېلا بېل هېوادونه دې يو له بله د پرمختګ لارې په اړه تجربې زده کړه وکړي.چين د خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ يوه لاره انتخابه کړه او د اصلاحاتو او ورخلاصون له دېرشو کلونو راهيسې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی ،د خلکو ژوند ډير ښه شوی دی.خو چين لا هم يو پرمختيايي هېواد دی.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |