CRI Online

ون جيا باو: د نړيوال پولي مرکز په حيث د هانکانګ مقام نه بدليږي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-14 13:05:06

د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٤مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د نړيوال پولي مرکز په حيث د هانکانګ مقام نه بدليږي.

ون جيا باو د چين د ملي ولسي کانګرس په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين په نوی پنځه کلن پلان کې په ځانګړې توګه پر دې ټنيګار شوی چې هانکانګ به په سوداګريزه معامله کې د ژن مين بي يوانو په وسيله د حساب او نړيوالې پولي ادارې د مرکزونو په توګه بدل شي. د دې ترڅنګ د هانکانګ او لويې وچې ترمنځ د بېلا بېلو بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ به په چټکۍ سره پرمختګ وکړي څو چې د مالونو او کسانو تګ راتګ اسانتيا ته زمينې برابرې شي. دا د پولي مرکز په حيث د هانکانګ د مقام د ټينګولو لپاره ګټوره ده. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د مرکزي حکومت پلانونه د دغې سيمې د پرمختګ ملاتړ کوي او هيڅکله به د هانکانګ د ځاني اصولو پر ځاي نه وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای