د چين صدراعظم وين جيا باو د مارچ په ١٤مه نېټه په بيجينګ کې په يوه خبری ناسته کې وويل چين د اقتصاد د پرمختيا سرعت ورو کوي څو چې د چين د اقتصاد پرمختيا په عمده توګه د ساينس او تکنولوژۍ د پرمختيا او د کارکوونکيو د کيفيت د لوړتيا سره سره د اقتصادی پرمختيا کيفيت او ګټه اوچته شی.
په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د اقتصادی او ټولنيزې پرمختيا پلان له مخې د اقتصادی پرمختيا موخه هر کال اووه سلنه زياته شي چې د تير پنځه کلن پلان په پرتله صفر اعشاريه پنځه سلنه کمه شی
صدراعظم وين جيا باو وويل چين بايد د اقتصادی پرمختيا سرعت، ګمارنې او د پيسو پړسوب تر منځ موازنه وساتي.د اووه سلنی په اندازه د پرمختيا سرعت ډېر ټيټ نه دی. اوس په دې حإل کې چې په چين کې د اقتصادی عمومی ارزښت د پرله پسی زياتيږی ، د دغه سرعت رامنځته کيدل اسان کار نه دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |