د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل،له نړيوال پولي بحران سره د چين د مقابلېد جامع پلان بشپړتيا بايد نه دا چې يوازې اوسني مسئلې ته پام وکړي،بلکې اوږده أينده تر نظر لاندې ونيسي.
هغه وويل،د چين پر اقتصاد باندې د نړيوال پولي بحران اغيزې سختې دي.چين له دې سره د مقابلې لپاره څلوراړخيز جامع پلان پلی کړی دی:د مالي پانګو زياتوال او د ماليې کمول،د ټولنيز تضمين کچې لوړول،د ساينس او تخنيک کارول او د تصدۍ د جوړښت تنظيمول.
ون جيا باو وويل،د نوموړو تدبيرونو له امله د چين اقتصاد د نورو هېوادونو مخکې ښه والی موندلی او له سختو زيانونو څخه ځان ليری شوی دی.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |