د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٤ نېټه په بېجينګ کې وويل چين به په روان کال کې د پيسو پاړسوب مخنيوي ته د عمومي کنټرول له نظر لومړی اهميت ورکړي او د اټکلي پړسوب پر مثبت مخنيوي پوره باور لري.
صدراعظم ون جيا باو وويل چين به په ٣ برخو کې د پيسو د اټکلي پاړسوب مخنيوي وکړي : لومړی، توليدات به پياوړی شي، په تېره بيا د کرهڼيزو توليداتو لپاره به ښه زمينه برابره شي . دوهم، د مالونو تګ راتګ به پياوړی شي، په تېره بيا د کرهڼيزو توليداتو تګ راتګ به تقويه شي . درېيم ، په اقتصادي او قانوني وسايلو به بازارونه ښه اداره وشي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |