د چين لومړی وزير ون جياباو د روانې مياشتې په ١٤ نېټه په يبجينګ کې څرګنده کړه چې چين به په مداومه توګه د ژن مين بي يوان د تبادلوي ارزښت د ميکانيزم اصلاحات ترسره کړي.
ون جياباو وويل چې له ١٩٩٤ کال راهيسي چين د ژن مين بي يوان د تبادلوي ارزښت د ميکانيزم درې ځله اصلاحات ترسره کړي دي. د ١٩٩٤ کال په پرتله د ژن مين بي يوان تبادولوي ارزښت 57.9 سلنه زيات شوی. د ژن مين بي يوان شناور تبادلوي ارزښت به نه يوازی له امريکايی ډالرو سره وتړل شي بلکې د بازار سره سم به د جامع پيسو په غور کې نيولو سره د بازاري اړتياوو له مخې وټاکل شي.
ون جياباو وويل چې ياد شوی بدلون او شناور به ګام په ګام ترسره شي ځکه چې دا د تصديو د منلو له توان او د ټولنې له ثبات سره نژدی تړاو لري.
(احـمد)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |