CRI Online

د چين سياسي ميکانيزم اصلاحات او اقتصادي ميکانيزم اصلاحات بايد د همغږۍ په وسيله سره يو ځای پرمخ بيايي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-14 18:40:21

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مارچ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. ور پسې د چين صدراعظم ون جيا باو په يوه خبري ناسته کې وويل د چين حکومت بايد د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو بدلون د کار عمده برخه وبلل شي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د سياسي ميکانيزم اصلاحات او اقتصادي ميکانيزم اصلاحات بايد د همغږۍ په وسيله سره يو ځای پرمخ بيايي.

په دوه ساعتنۍ خبري ناسته کې کورنيو او بهرنيو خبريالانو ون جيا باو څخه لس ګونه پوښتنې کړې او زياتره يې د دوولسم پنځه کلن له پلان سره تړاو درلود. له څو کلونو راهيسې د چين اقتصادي پرمختګ ګړندی سرعت ساتلی خو په دوو لسم پنځه کلن پلان کې د چين حکومت په راتلونکو پنځو کلونو کې د اقتصادي پرمختګ موخه کښته کړی چې کلنۍ زياتوالی يې اووه سلنه وټاکل شو او د يوولسم پنځه کلن پلان په پرتله صفر اعشاريه پنځه سلنه کمېږی .

صدراعظم ون جيا باو په دې هکله وويل د اقتصادي پرمختګ موخه کښتوالی د چين د اقتصاد د دايمي پرمختګ لپاره ګټور دی. هغه وويل (اواز)

د اقتصادي زياتوالی سرعت ورو کول يو لوی تدبير دی چې موخه يې د سيانس او تکنالوژۍ د پرمختګ او د کارکوونکيو سويې د لوړتيا په وسيله د اقتصادي زياتوالي کيفيت او موثريت لوړېدل دي.

د ده په قول، د چين حکومت به د دې چانس څخه ګټه واخلي چې د اقتصادي جوړښت تنظيم، د چين د اقتصاد نابرابرۍ، ناهمغږۍ او نادوام په شمول مسئلې ليری کړي تر څو د اقتصاد پرمختګ له نفوسو، چاپېريال او سرچينو سره سمون وخوري.

تېر کال د چين اقتصادي عمومي اندازه په نړۍ کې دوهم ځای ونيوه چې د بهرنيانو ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې. صدراعظم ون جيا باو په دغه خبري ناسته کې دا څرګنده کړه چې د چين سياسي ميکانيزم اصلاحات او اقتصادي ميکانيزم اصلاحات بايد د همغږۍ په وسيله سره يو ځای پرمخ بيايي. ده وويل (اواز)

د سياسي ميکانيزم اصلاحات د اقتصادي ميکانيزم اصلاحاتو ضمانت دی. زما په اند، اوسنی لويه ستونزه فساد دی. د فساد د له منځه وړلو لپاره بايد د سياسي ميکانيزم اصلاح تر سره شي او د وګړيو لخوا حکومت څارنه او نيوکه دې وشي.

صدراعظم ون جيا باو هم د دې پخلی وکړ چې په يو داسی لوی هېواد کې چې نفوس يې يو مليارډ دری سوه مليونه دی، د سياسي ميکانيزم اصلاحات يو ډېر مشکل کار دی او ارام او ثابت ټولنيز چاپېريال ته اړتيا لري.

په دې وروستيو ورځو کې د چين په شمول ډېر هېوادونه د پيسو له پړسوب سره مخامخ دي. ون جيا باو وويل د پيسو پړسوب مخنيوی د حکومت د عمومي کنټرول د لومړی دندې په توګه وټاکل شو. يو نظر شته چې وايي چين کولای شي د يوانو ارزښت د زياتوالي سرعت د لوړتيا له لارې د پيسو پړسوب سره مقابله وکړي. ون جيا باو په دې هکله دا تکرار کړه چې چين به د يوانو د تبادلې ارزښت د نظام پر اصلاح کولو ټينګار وکړي، خو د يوانو د ارزښت لوړتيا به ګام په ګام تر سره شي.

ده وويل (اواز)

له ١٩٩٤ کال څخه زموږ د يوانو تبادلې ارزښت په هکله درې ځلې اصلاحات تر سره شوي او د يوانو ارزښت په سلو کې اوه پنځوس اعشاريه نهه سلنه زيات شوی. موږ به د بازاري اړتياوو له مخې د يوانو ارزښت زياتوالی وټاکو. خو موږ بايد په عين وخت کې د تصديو پر منونکي توان او استخدام غور وکړو او د ټولنې ارامتيا او ثبات دې وساتل شي.

پر دې سربيره صدراعظم ون جيا باو په دغه خبري ناسته کې په لوېديځ اسيا او شمالي افريقا کې د سياسي رکود، د تايوان تنګې د دواړو غاړو تر منځ د اړيکو او د هانګانګ پرمختګ په شمول مسئلو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای