د محصلينو د شپږويشتمې دورې دوبنيو لوبو د مشال ليږدولو فعاليت د می په پنځلسمه نېټه د ګوانګ جو ښار د پوهنتونونو په ښارګوټي کې تر سره شو. دا د دغو لوبو د مشال د ليږدولو وروستي تمځای دی.
که څه هم په همدې ورځ د مشال د ليږدولو په وخت کې باران واورېده، خو د محصلينو شوق او ذوق لا هم زيات و. دوی د رنګين بيرغونو په خوځولو سره د مشال ليږدونکو هڅې وکړې.
د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ د پوهنتونونو د محصلينو او د ښوونکو د استازيو په ګډون سل تنه ليږدونکو په دغه فعاليت کې ګډون درلود. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |