CRI Online

د چين په اند پاکستان د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې ستر خدمتونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-18 20:17:14

د چين صدراعظم ون جياباو د روانې مياشتې په ١٨ نېټه په بيجينګ کې وويل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد په نړېواله مبارزه کې سترخدمتونه وقف کړي دي. ون جياباو په همدې ورځ د پاکستان له صدراعظم سعيد يوسف رضا ګيلاني سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې د پاکستان خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته بايد پوره درناوی ورکړی شي. نړېواله ټولنه بايد له پاکستان سره پوهاوی او مرسته وکړي چې د هېواد په دننه کې ارامتيا او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي. د چين دغه دريځ تلپاتی او ټينګ دی.

ګيلاني وويل چې پاکستان غواړي له چين سره د بنسټيزو تاسيساتو، انرژيو، کرنې، تجارت، پانګونې، ماليې او کلتور په براخو برخو کې خپلمنځي همکاري پراخه کړي، په نړېوالو او سيمه ييزو چارو کې همکاري پياوړې کړي او په دې حال کې چې سږ کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګيدو ٦٠ کاليزه ده، د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې نورې هم نژدې کړي.

(احمد)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای