د چين نړيوال راډيو د خبر له مخې، د همدې راډيو د جوړېدو د اويايمې کليزې په مناسبت، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوموړې راډيو د اويايمې کليزې له امله د مبارکۍ پيغام وليږه. په پيغام کې په کابل او کندهار کې د چين نړيوالې راډيو د اېف اېم څپو خپرونې د افغانستان او چين تر منځ د راشه درشې او ښې دوستۍ د پرمختګ په برخه کې د نوموړې راډيو د مهم رول او ګام ستاينه شوې.
په پيغام کې چې د ولسمشرۍ د دفتر له خوا د چين نړيوالې راډيو ته ليږل شوی دی، ولسمشر حامد کرزي ويلي، د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې خپرونې په تيرو اته دېرشو کلونو کې زموږ ژبې باندې ګڼ شمېر پروګرامونه جوړ کړي. له تېر کال نه را په دېخوا يې د افغانستان په دوه لويو مهمو ښارونو کې د سيمه ييزې ((سپوږمۍ راډيو)) په مرسته د اېف اېم څپو له لارې هم خپرونې پيل کړي دي چې د خلکو تود هرکلی يې ترلاسه کړی او دا د پښتو څانګې په کاري بهير کې يو بل نوی پرمختګ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |