د اګيست په لومړی نېټه د محصلينو د ٢٦ دورې د نړېوالو سپورټي لوبو لپاره د چين پلاوی په بيجينګ کې جوړ شو چې اته سوه څلور تنه غړي لري. له دغې جملې څخه پنځه سوه پنځه تنه لوبغاړي دي چې د چين د ٢٦ ولايتونو، خودمختارو سيمو يا لويو ښارونو له څه دپاسه سلو پوهنتونونو يا پوهنځيو څخه راغونډ شوي دي. دوی به د ٢٤ ډولو لوبو په دوه سوه دری اتياوو سياليو کې ګډون وکړي.
يادې شوې لوبې به د اګيست له ١٢ نيټې څخه تر ٢٣ نيټې پوری د چين په جنوب شن جن ښار کې ترسره شي.
(احمد)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |