د شن جن د محصلينو نړيوالې لوبې به د شن جن په ستديم کې ترسره شي
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شن جن د محصلينو د نړېوالو سپورټي لوبو تشکيلاتي کميټې د اګست د ٢ نېټې تر غرمې وروسته خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د لومړی نېټې له غرمې وروسته تر ٦ بجو پورې ١٥٢ پلاويو په دغو لوبو کې د ګډون لپاره د نومونو د ثبتولو غوښتن ليکونه وړاندی کړي چې د ثبت شويو تنو شمېر له ١٢ زرو تنو څخه اوښتې دی او په کې څه نا څه ٨ زره تنه لوبغاړي او ٤٠٤ تنه اړوند چارواکي دي.
د محصلينو د نړېوالو سپورټي لوبو د تشکيلاتي کميټې د ځانګړی وياندې پان شياو هوی په وينا د لومړۍ نېټې په سهار په بېجينګ پوهنتون کې د چيني پلاوي د جوړولو مراسم تر سره شول ، ٨٠٤ تنو خپل نومونه ثبت کړي چې په کې ٥٠٥٠ تنه لوبغاړي دي چې شمېريې د نورو دورو د لوبو نه زيات دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |