د چين د دولت رئيس هوجين تاو د روانې مياشتې په ١١ نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې د محصلينو د سپورټي لوبو د نړېوال سازمان له رئيس سره وکتل. هو جين تاو وويل چې د دغه سازمان او بېلابېلو ټولنو د ګډو کوششونو په رڼا کې په شن جن ښار کې د محصلينو نړېوالې سپورټي لوبې چمتو شوي دي. چين هيله لري چې دغه سپورټي لوبې په بريالی توګه ترسره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |