د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د ده مېرمن ليو يونګ چينګ د روانې مياشتې په ١٢ مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې په درنو مراسمو سره يوه مېلمستيا جوړه کړه چې له لارې يې د چين د حکومت او وګړيو په استازيتوب د محصلينو د ٢٦ مې دورې د نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې د ګډون کوونکو مېلمنو هرکلی وکړ.
رئيس هو جين تاو په خپله وينا کې د نړيوالو ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ او دوستۍ د نژديوالي لپاره د محصلينو د نړيوالو لوبو کوښښونه وستايل . د محصلينو د نړيوالې سپورتي ټولنې رئيس ، د م م د ښوونې، علمو او کلتور د سازمان مسئولې او د موزامبيک او داسې نورو هېوادونو هغو مشرانو او حکومتي چارواکو چې د نوموړو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به حاضر وي، په مېلمستيا کې ګډون وکړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |