د اګست په څوارلسمه نېټه د ٢٠١١ کال لپاره د شن جن ښار د محصلينو د سپورټي لوبې خپلې دوهمې ورځې ته ننوتلې دي . د چين پلاوي د لامبو وهلو او وزن پورته کولو په دوو سياليو کې تر اوسه دوه د سرو زرومډالونه تر لاسه کړي دي.
د همدې ورځې په سهار د پنځوسو مترو واټن د لامبو وهلو په ښځينه سيالۍ کې د چينايي نجلۍ لو اينګ د پنځه وېشت سانيو اته نوي لومړی مقام ونيولو او ور پسې د چين لوبغاړې جي جينګ د درې پنځوس کيلو ګرامو په وزن سيالۍ کې طلايي ميډال تر لاسه کړ .
تر اوسه پورې د چين پلاوي د پنځو د سرو زرو مډالونو، دوو سپين زرو مډالونو او څلورو ژېړو مډالونو په ګټلو سره د ميډالونو په ليست کې لومړی ځای نيسي.
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |