د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لې د سپتمبر په ٢١مه نېټه وويل، چين د افغانستان د سولې عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني وژنې په هکله ژوره خواشيني څرګندوي او د بريد غندنه کوي.
نوموړي وويل، ښاغلی استاد برهان الدين رباني د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر په توګه د ټاکل کيدو راهيسې په افغانستان کې د پخلاينې بهير د چټکتيا لپاره مثبت خدمتونه کړي دي. چين د مرحوم رباني کورنۍ ته د خپلې ژورې خواشينۍ مراتب څرګندوي. چين هيله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله، ملي پخلاينه او ملي پرمختګ ارمان ترسره او پوره شي.
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |