تاند( پنجشنبه- سنبله ۳۱)د پښتونخوا په سوات کې وسلوالو د پاکستان د یوه لوړپوړي جنرال جورلکه وویشتله، چې له امله یې نوموړی ټپي او اسلام اباد ته ولېږدول شو
د پاکستان د پوځ ویاند اطهرعباس وايي، چې پرون د سوات په بر دیر کې وسلوالو له غرنۍ سیمې نه پر پوځي چورلکه ډزونه کړي او تورنجنرال جاوید اقبال یې ټپي کړی دی.
د هغه په خبره، جاوېد اقبال کیڼې پښې ته ټپي شوی او د درملنې لپاره اسلام اباد ته لېږدول شوی دی.
پولیس وايي پر چورلکه له برید وروسته د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نشته.
له بلې خوا د ځايي طالبانو د ملکنډ سیمې ویاند مولنا سراج الدین ویلي، چې د دوی وسلوالو دا چورلکه ویشتې ده.
سره له دې، چې پاکستان په دې سیمو کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړل، خو د دغه هیواد د تورنجنرال پر چورلکه برید ښيي، چې دا ډله لا هم د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |