CRI Online

اسلام اباد رباني کهر له امريکا بېرته راغوښتې

cri     (GMT+08:00) 2011-09-26 15:26:52

په افغانستان کې د جنګېدونکې 'حقاني شبکې' پر سر د امريکا او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتريخوالي په لړ کې د پاکستان لومړي وزير د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره بېرته خپل هېواد ته ور بللې ده.

لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني، حنا رباني کهر ته چې د امريکا په سفر ده ويلي، چې خپل سفر را لنډ کړي.

د حقاني شبکې په تړاو د ادعاو په لړ کې د امريکايي سياستوالو له مېنځه د مشرانو جرګې د وسله والو چارو د کمېټې يوه غړي غوښتنه کړې که پاکستان د اورپکو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي بايد د نورو ګامونو ترڅنګ، پر ضد يې په پوځي اقداماتو هم غور وشي.

سناتور لېنزي ګراهم وايي د امريکا او د ده د ملګري افغانستان پر ضد بايد له 'دښمنۍ ډکې کړنې' بندې شي.

ده يوه امريکايي تلويزيون ته وويل که اسلام اباد د افغانستان په جنګ کې د ده په قول د طالبانو له مرستې لاس وانخلي، نو امريکا دې له زوره کار واخلي.

لېنزي ګراهم وويل چې په پاکستان کې شته تندلارې کړۍ امريکايي عسکر وژني او په خبره يې که اسلام اباد د دې شخړې لار جنګ بولي، نو د امريکا لاسونه هم چا نه دی تړلي او د خپلو سرتېرو ساتنه کولی شي.

د کتونکو په اند د واشنګټن او اسلام اباد اړېکې په ۲۰۰۱ کې د سپټمبر له بريدونو را وروسته، تر ټولو 'ښکته کچې' ته لوېدلي دي.

واشنګټن دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د امريکا پر سفارت له بريد وروسته په پاکستان، په ځانګړې توګه د دغه هېواد پر استخباراتي ادارې نيوکې زياتې کړي دي.

دوی ادعا کوې چې د دغو بريدونو ترسره کوونکې ډله 'حقاني شبکه' د پاکستان له څارګرې ادارې آی، اس، آی سره اړېکې لري.

(د بي بي سي خبر)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای