CRI Online

د پاکستان حکومت غواړي چې له طالبانو سره سوله ييزې خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2011-10-12 14:11:48

 د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې په وروستيو کلونو کې پاکستاني طالبانو کله نا کله په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه کول چې دا د پاکستان د کورني امنيت لپاره ډېر لوی ګواښ بلل کيږي . د پاکستان حکومت هم له وسله والو طالبانو سره مبارزه کړې او کوي يې ، خو د روانې مياشتې په لسمه نېټه د دغه هېواد په يوې ورځپاڼې کې ليکل شوی چې پاکستاني طالبانو ويلي چې له حکومت سره سوله ييزې خبرې اترې تر غور لاندې ونيسي . د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت هم نوموړې څرګندونې ته مثبت ځواب ور کړی .

تېره مياشت د بيلا بيلو ګوندي ډلو په ګډون د پاکستان د پوځ او استخباراتو ادارې د لوړ پوړيو چارواکيو يوه غونډه جوړه شوه او وړانديز وشو چې له وسله والو عناصرو سره روغې جوړې ولټول شي تر څو د هېواد دننه ترينګلتياوې ختم شي . له دې څخه څرګنديږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د روغې جوړې رويه د پاکستان د حکومت له خوا لومړی څرګنده شوېده . د پاکستاني طالبانو دوهم لمبر مشر رحمن خبري رسنيو ته وويل چې زمونږ کميټه به پرېکړه وکړي چې ايا له حکومت او پوځ سره سوله ييزې خبرې اترې وکړي که نه او د دغو خبرو اترو د پيل وخت وټاکي ، خو هيله لرو چې د باور وړ عربي هېوادونه هم په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي مثلأ سعودي عربستان .خو تر اوسه پورې هېڅ سوله ييز وړانديز نه دی تر لاسه کړی . په دی هکله د پاکستان خبري رسنيو د صدراعظم ګيلاني له قوله ويلی چې حکومت د سوله ييزو خبرو اترو د پيل لپاره پوره تيار دی.

رېښتيا ده چې له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله د پاکستان غوراوی د حکومت له ديپلوماتيک بحران سره اړيکی لري . د بهرني چاپيريال له لحاظه له هغه وخت راهيسې چې په تېر مې مياشت کې امريکايي پوځ په يو اړخيز عمليات کې بن لادن ومړ ، د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکي د ډېرې کمزورتيا په حال کې پاتی وې . امريکا په پر له پسې توګه له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د حقاني شبکه وځپي ،. خو پاکستان هم د امريکا غندنه ردوي او دا نظر لری چې نه يوازی پاکستان له حقاني شبکې سره بلکې د امريکا په شمول لويديز هېوادونه هم ورسره روابط لري او د امريکا غندنه به د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته زيانمن وي. د نوموړې څرګندونې له امله له امريکا سره د پاکستان اړيکې د ګنګل نقطې ته رسيدلې دي .په عين وخت کې د تېرې اوونۍ په پای کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم پر پاکستان شکايت وکړ چې له افغان طالبانو سره نژدی اړيکې لري .

د کورني چاپيريال له لحاظه د روان کال په دوبی کې د دغه هېواد په جنوب سيند ولايت کې سيلابونه رامنځته شوي چې له امله يې اته مليونه تنه زيانمن شوي دي او مستقيم اقتصادي زيانونه يې څه باندې دری سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دي .برسيره پردې په ختيځ پنجاب ولايت کې د دنګيو په نوم د ناروغۍ په اثر څه باندې دوه سوه تنه مړه شوي دي .اوس مهال پاکستان هم د بريښنا د سخت کمښت پرمخ دی چې په پايله کې يې په ځينو ښارونو کې مظاهرې تر سره شوې دي. د نوموړو کورنيو او بهرنيو فشارونو په وړاندې د پاکستان حکومت مجبورأ له طالبانو سره د سوله ييزو خبرو اترو وړانديز وکړ .

په دی هکله چې ايا له طالبانو سره سوله ييزې خبرې اترې د پاکستان د اوسني بحران د ليری کولو لپاره ګټورې دي که نه ؟ د ځينو خبري رسنيو په أند د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه جوړه به د امريکا د قهر د ورپارولو سبب وګرځي. خو ځينی نور تحليلوونکي په دی نظر دي چې يوه خوا د پاکستان نوموړې څرګندونې د کورنيو او بهرنيو تضادونو د ليری کولو لپاره يو خطرناک ګام بلل کيږي ، خو بله خوا که په پاکستان کې ارامتيا رامنځته شي ، دا به د ترهګرۍ پرضد د افغانستان جګړې لپاره ګټوره وي، ښايي چې امريکا به نوموړی خبرې اترې ومني.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای