CRI Online

ګروسمن د افغانستان د ثبات لپاره د مرکزی اسیا د هیوادونو ملاتړ جلبوي

cri     (GMT+08:00) 2011-10-12 17:02:57
د متحد ایالاتو او جرمني استازو د ازبکستان له ولسمشر سره په افغانستان کې د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په اړه پرون خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحد ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن د افغانستان د ستونزو په حل کې د ازبکستان پر رول ټینګار وکړ.

منځنۍ اسیا ته د سفر په لړ کې له ګروسمن سره د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازي مایکل شټاینر هم ملګری دی.

د ازبکستان د جمهور رییس د دفتر سکرتز انترفاکس خبري اژانس ته ویلي، چې جمهور رییس اسلام کریموف پرون له ګراسمن او شټاینر سره د ده د اوسیدو په سیمې اقسرای کې کتلي دي.

انټرفاکس خبري اژانس زیاتوي، دا سفر د متحد ایالاتو او جرمني د هغو هڅو په لړ کې شوي، چې په افغانستان کې یې د اقتصادي پراختیا او بیارغونې په برخه کې د مرستو لپاره کوي.

انټرفاکس خبري اژانس زیاتوي، دغو دواړو ډیپلوماټانو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په افغانستان کې د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د همکارۍ پر مسلو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې سوله او ثبات:

د همدې راپور له مخې اسلام کریموف په دې سفر کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ. خبر زیاتوي چې په دې سفر کې کریموف په افغانستان کې د ملی پخلایني پر اړه هم خبرې وکړې.

ګرامسن مرکزی اسیا ته د خپل سفر په لړ کې ازبکستان ته تللی. راپورونه وايي ګراسمن به د خپل دې سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د افغانستان د ثبات لپاره د مرکزی اسیا د هیوادنو پاملرنه او ملاتړ جلب کړي.

ویل کیږي، یوه عمده مساله، چې په اړه به یې ګراسمن د مرکزي اسیا له مشرانو په تیره د ازبکستان له ولسمشر سره پرې خبرې کوي، د مرکزي اسیا له لارې افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره اکمالات دي.

اوس پاکستان د دې اکمالاتو عمده لاره ده. خو په پاکستان کې د نارامیو له ډیریدو او د واشنګتن او اسلام اباد د اړیکو له خړو پړ کیدو سره امریکا او لویدیځ ملګري یې هڅه کوي؛ چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره نوې لارې پیدا کړي.

(د ازادي راډيو له ويبپاڼې څخه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای