CRI Online

پاکستان: افغانستان د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه نه پورته کوي

cri     (GMT+08:00) 2011-10-13 17:13:16
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړيکې د خطر تر حده ترینګلې شوي یو شمېر سیاسي کارپوهان د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختيځو ولایاتو د درنو توپونو بریدونه او د کونړ له لوري د پاکستان پر دیر باندې د پاکستاني طالبانو حملې یو ستر ګواښ ګڼي او وايي چې که دغه سلسله همداسې دوام وکړي نو ډیرې خطرناکې پایلې به ولري.

پاکستان ادعا کوي چې له سوات او باجوړه تښتيدلي پاکستاني طالبان چې ددوی په خبره په کونړ او نورستان کې دیره دي د پاکستان په سرحدي سیمه دیر او چترال کې پر دولتي ځواکونو غلچکي بریدونه کوي.

پاکستان پر افغانستان نیوکه کوي چې ولې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد ګامونه نه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ختیځو سرحدي سیمو اوسیدونکي له تیرو څو میاشتو راهیسې د کونړ او ننګرهار په پر ځينې سرحدي سیمو د پاکستاني پوځ له لوري د توپونو د وقفه ييزو بریدونو خبر ورکوي.

که څه هم پاکستان دغه ادعاوې نه مني خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا ددې حالت دوام د دواړو هېوادونو لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان ګڼي.

په پيښور کې د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکتر فضل الرحیم مروت وايي، په داسې حال کې چې له پرله پسې هڅو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ په سیاسي اړیکو کې د مثبت بدلون تمه پيدا شوې وه وه، خو داسې ښکاري چې ځينې پټ لاسونه په دې لار کې د خنډونو رامنځته کولو هڅې کوي :

( زما په نظر ځینې داسې لوري شته چې هڅه کوي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي اړيکو کې د پرمختګ او نژدیوالې مخه ونیسي ځکه نو دا ډول کارونه کوي چې په حقیقت کې دا د سولې او ورورلۍ پر هڅو ناوړه اغیز ښندلی شي)

ډاکتر مروت وايي، دواړو هېوادونو ته د ترهګرۍ په شکل یوه ګډه ستونزه ور پيښه ده چې له امله یې په دواړو خواوو کې دولت او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان دي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو د سولې او پرمختګ هڅې به له ناکامۍ سره مخ شي.

پاکستان ادعاکوي چې په سوات،باجوړ او مومندو کې تر پوځي عملیاتو وروسته په سلګونو پاکستاني طالبان کونړ او نورستان ته اوښتي او د هغه ځای د وسله والو طالبانو په مرسته پر پاکستان بریدونه کوي.

بل خوا د افغانستان دولت بیا وايي چې پاکستان یوارې بیا په وقفه ييز ډول د کونړ پر یوشمیر سرحدي سیمو د درنو توپونو ډزې کړي چې په ترځ کې یې یوشمیر ملکي وګړي وژل شوي او د خلکو شتمنیو ته هم پکې زیانونه اوښتي.

بل خوا د انګليسي ژبې دي نيوز ورځپاڼې مشر خبريال مشتاق یوسفزی بیا په دې باور دی چې که څه هم دپاکستان په بریدونو کې بې ګناه افغانان وژل کیږي او زیانمن کیږي خو په ټوله کې دغه ډول بریدونه د افغانستان په ګټه تمامیږي :

( دې کې شک نشته چې په دې سره به موجود تاوتریخوالی لاپسې زیات شي خو په حقیقت کې دا هرڅه د افغانستان د دولت موقف پياوړی کوي،ځکه چې که پاکستان ترې د طالبانو د را اوښتو د مخنیوي غوښتنه کوي نو دوی به ددې بریدونو د بندولو غوښتنې کوي او داسې نور)

د نوموړي په خبره که څه هم افغانستان کولی شي په ډيپلوماتیک ډګر کې له دې حملو نه مثبته ګټه پورته کړي خو د کابل او اسلام اباد ترینګلیو اړيکو ته په اشارې وايي ددې لړۍ دوام به نه یواځې دا چې د دواړو دولتونو پر روابطو منفي اغیزې وکړي بلکې په ولسي کچه به هم د یولړ نویو ستونزو سبب شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې یوشمیر قومي مشرانو په همدې لړ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دوی به په دې هکله له حامد کرزي او پاکستاني چارواکیو سره خبرې وکړي او که دا حملې بندې نه شوې نو د پولې پورې غاړې ولس نه به پکې مرسته وغواړي.

د افغانستان د اړوندو امنیتي ادارو دمعلوماتو له مخې د ۱۳۹۰ کال له پيل راهیسې دا دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولایتونو دغه ډول بریدونه کوي چې دیوې شميرې له مخې تر اوسه څه باندې شپږ سوه د درنو توپونو ګولۍ د کونړ،نورستان او ننګرهار پر بیلابیلو سیمو لګیدلي او یوشمیر ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خو پاکستان بیا ادعا کوي چې په دې موده کې اووه ځلې د افغانستان له خاورې ددوی پر سرحدي سیمو وسله وال بریدونه شوي،چې په ترڅ کې یې په لسګونو تنه امنیتي سرتيري وژل شوي او ګڼې پوستې سوځول شوي.

(د ازادي له راډيو څخه خبر)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای