د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې چارو د ناټو پوځي افسر ويليام کالدويل د اکتوبر په ١٣ نېټه وويل د راتلونکی کال د اکتوبر تر پايه پورې به د افغان امنيتي سرتېريو شمېر له ٣٥٠ زرو څخه واوړي.
ويليام کالدويل په همدې ورځ وويل ناټو د ٢٠٠٩ کال په نومبر کې د افغان ځواکونو له روزنې راهيسې له بهرنيو شکونو او زياتو ستونزو سره مخامخ شوی، خو په ٢ کلونو کې د روزنې کارونو يې ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي. هغه زياته کړه چې د ټاکلي پلان له مخې به د روانې مياشتې په پای کې د افغان امنيتي سرتېريو شمېر ٣٠٥ زرو او ٦ سوو ته ورسېږي، او دغه موخه د روانې مياشتې په ١٢ نېټه پوره شوې ده.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |