CRI Online

کلنټن: امریکا به په پاکستان کې د حقاني پر شبکې حملې پیل کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-10-21 16:26:53
پنجشنبه/اکتوبر۲۰/خبریال: جبارخېل(کابل) د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن كابل د يوناڅاپي سفر په ترڅ كې له ولسمشركرزي سره په يوه خبري غونډه كې له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي، سياسي نظامي او په ځانګړې توګه د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيكو همكاريو په برخو كې د مرستې او همكارۍ ډاډ وركړ، او له وسله والو طالبانو سره يې د سولې له خبرو هم ملاتړ څرګند كړ.

كه څه هم د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وكړ، خو په پاكستان كې يې د حقاني شبكې پر ضد د تازه عملياتو له پيليدا څخه خبر وركړ.

کلنټن وویل، چې د دوي ځواکونو په دې ورستيو ورځو كې د حقاني شبكې د له منځه وړلو په خاطر په افغانستان كې لوى لوى عملياتونه پيل كړي دي، او په نظر كې لري، چې په پاكستان كې هم داشان عمليات وكړي، ترڅو حقاني شبكه نور په دواړو خواوو كې د وژنو او نورو فعاليتونو فرصت ونه لري، او په وینا يې چې د دې شبكې د امكاناتو د كنګل كیدو او نورو اقداماتو پلان هم ترلاس لاندې دى.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز وویل، چې تاسو به د دې شبكې د له منځه وړلو په خاطر په پاكستان كې د هغو د پټنځايونو پرضد د عملياتو له عملي کیدو شاهد هم اوسـئ، چې هلته يې جوړې كړې دي او امریکایي ځواکونه به د دې شبكې د پټنځايونو ته به ډيره پاملرنه وكړي.

مېرمن کلنټن نن سهار لومړی په کابل کې د امریکا په سفارت کې د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې داسي سوله به ونه مني چې د ښځو حقونه او د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې یې په نتیجه کې له لاسه ووځي.

ټن په افغانستان او پاكستان كې ټولو جنګياليو ته د یو پیغام په ترڅ کې وویل :ـ ای جنګیالیو هر چيرې چې یاست ستاسو پرضد به عمليات او مبارزه وكړو او همداراز به ستاسو هغو پټنځايونو ته درشو، چې تاسويې په پاكستان او افغانستان دواړو كې كې لرۍ.

امريكا حقاني شبكه تيره مياشت په كابل كې د امريكا په سفارت او په ميدان وردګو كې د يوې الوتكې د راغوروځولو مسئوله بولي.

په عين حال كې ولسمشركرزي د امريكا له بهرنيو چارو وزيرې سره د خپلې ليدنې په اړه وويل، چې د سولې، د سيمې او ګاونډوي هیوادونو ترمنځ پر امنيتي حالاتو، له امريكا سره د اوږدې مودې لپاره د ستراتيژيكو همكاريو، د استنبول ا و د بن كنفرانس په اړه ګټورې او ريښتنې خبرې وكړې.

ولسمشركرزي يو ځل بيا په پاكستان كې د ترهګرو او د افغان دولت د مخالفينو د ځالو په له منځه وړلو ټنيګار وكړ، او د سولې په برخه كې يې د پاكستان رول مهم وباله، داځكه چې د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې په پاكستان كې ځالې لري، اوله مشخصو كړيو مرسته ترلاسه كوي، او په وينا يې، كه د ترهګرو ځالې له منځه لاړې نشي، د سولې بهير به ناكام، او د ترهګرۍ جګړه به هم بې اغيزې وي.

بل پلو د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان او پاكستان كې د دايمي سولې او امنيت راتلو په خاطر د پاكستان رول هم مثبت او هم يې منفي او ورانكارانه وباله، خو زياته يې كړه، چې دامهال دواړه هیوادونه بايد د سولې او امنيت په راوستو كې مرسته او همكاري وكړي، او له پاكستانه يې وغوښتل، چې په دې اړه بايد جدي اقدامات وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې پاكستان تیره ورځ امريكا ته خبر دارى وركړ، چې پر پاكستان له بريد وړاندې دې لس ځله فكر او سوچ وكړي، داځكه چې پاكستان يو اتومي طاقت لرونكى هېواد دى.

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره په داسې حال كې كابل ته سفر كوي، چې د امريكا په مشرۍ بهرني او افغان ځواكونه دا مهال د سويل ختيځو سرحدي سيمو كې د حقاني شبكې پرضد عمليات پيل كړي، چې د بهرنيو ځواكونو عمومي قومندان جنرال الن هم په پاكستان كې د وسله و الو مخالفينو پرضد د عملياتو له ترسره كولو خبر وركړى دى.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای