په افغانستان کې د چين سفارت د اکتوبر په ٢٣ مه نېټه خبر ورکړ: په دغه هېواد کې د چين سفير شو فې هونګ د روانې مياشتې په ٢٢ مه نېټه د يو پلاوي په مشرۍ سره د اسانبول غونډې په دوهمه مقدماتي ناسته کې ګډون وکړ او و يې ويل چې چين تل په خپلو لارو چارو د افغانستان په اړه د مسئلو په حل و فصل کې د سيمه ييزې همکارۍ ملاتړ کوي.
د افغانستان مسئلې په اړه د اسانبول غونډې دوهمه مقدماتي ناسته د اکتوبر په ٢٢ مه نېټه په کابل کې تر سره شوه. سفير شو فې هونګ څرګنده کړه چې چين تل د افغانستان د سولې او بيا رغونډې له بهير څخه ملاتړ کوي او په کې مثبت ګډون کوي، په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د تر سره کېدو په موخه د سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا ته په درنه سترګه ګوري او تل په خپلو لارو چارو ور څخه ملاتړ کوي. چين غواړي د اسانبول غونډې د برياليتوب لپاره خدمتونه تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |