CRI Online

''پاکستان کې د اورپکو خوندي پټن ځایونه لویه ستونزه ده''

cri     (GMT+08:00) 2011-10-29 20:38:56
پنتاګان ویلي، د افغانستان د امنیت او ناټو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه پاکستنان کې د سخت دريځو اورپکو پټن ځایونه دي.

پنتاګان وړاندې کانګرس ته پخپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې د تېر کال پرتله سږ کال د اورپکو بریدونه ۵٪ لږ شوي، خو ډله ییز بریدونه ډېر شوي.

رویټرز خبري اژانس د پنتاګان د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې د ژمي په رانژدې کېدو سره ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي چې اوس دوی خپلو خوندي ځایونو ته تښتېدلي.

د راپور په حواله، افغان ځواکونو ته د یو شمېر سیمو د امنیت چارو له سپارلو وروسته، افغان پوځ او سوله ساتو ځواکونو په ختيځو سیمو کې خپل عملیات پراخه کړي دي.

راپور دا هم ویلي چې په سرحدي سیمو کې اورپکو ته پاکستان خوندي پټن ځایونه ورکړي.

د بي بي سي يوې پلټنې هم موندلې چې گڼو طالب وسله والو ادعا کړې چې د پاکستان پوځيانو له دوى سره په په روزنه کې مرسته کړې ده.

يوۀ طالب قومندان او د يوۀ بل کس چې د ځانمرگي بريد نيت يې لارۀ بي بي سي ته وويل چې پاکستاني عسکرو روزلي دي.

خو د پاکستان د پوځ وياند جنرال عباس دغه ادعاوې د امريکا او افغان چارواکو له خوا " بې بنسټه او کرکجنې" خبرې وبللې.

پاکستاني جنرال ادعا وکړه چې امريکا او افغانستان پر خپلو ناکاميو پاکستان گرموي.

راپور دا هم کاږلي چې د افغانستان په لوګر ولایت کې د تاوتریخوالو کچه ۷۶٪، په میدان وردګو ولایت کې ۱۹٪ او په غزني ولایت کې ۱۱٪ ډېره شوې ده.

سرخوږی

په راپور کې راغلي چې پاکستان کې د اورپکو خوندي پټن ځایونو د هغوی د بېرته پر پښو درېدو کې ډېر مثبت رول لرلی، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د ناټو ځواکونو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی.

په دې خپاره شوي راپور کې دا هم راغلي،''که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې نسبي ښه والی راغلی، خو یو لړ پېښو ددواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز کړی.''

له سیاسي اړخه دا د امریکايي ولسمشر بارک اوباما لپاره ښه خبر نه دی؛ ځکه چې راتلونکی کال د هغه په مخ کې ولسمشریزې ټاکنې دي.

نوموړي هوډ کړی، چې د ۲۰۱۲ تر سپتمبر پورې به له افغانسانه ګڼ پوځيان وباسي.

(د بې بې سي د پتښو له ويبپاڼې څخه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای