د ترکیبې د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، مېرمن کلنټن د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په هغه غونډه کې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړې شوې وه، په دې دوو هیوادونو کې د ترکیې د رول په اړه د جرګې د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ترکیه په دواړو هیوادونو کې لویه مرسته ده.
هیلیري کلنټن وویل:«ترکیه داسي هیواد دی چې د نفوسو لویه برخه یې مسلمانان دي، د ولسواکۍ تجربه لري او حاضردمه په دغه هیواد کې واک د عدالت او پرمختګ ګوند په لاس کې دی.دا هیواد د ډېرو هیوادونو لپاره خاص اعتبار لري، له همدې کبله په افغانستان او پاکستان کې د ترکیې حضور د امریکا لپاره ستره مرسته ده.
ټاکل شوې ده چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه شي.په دې غونډه کې به د سیمې د مهمو هیوادونو د چارواکو ترڅنګ د افغانستان، پاکستان، او ترکیې ولسمشران هم ګډون وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |